په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د دغه هېواد د ټاپي کمپنۍ رییس محمد مراد امانوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې غځولو د وروستي چمتووالي په تړاو خبرې کړې دي.
متقي ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې غځول د طالبانوحکومت له لومړیتوبونو څخه دي او بېلابېلو ارګانونو د ټاپي پروژې اړوند چارې بشپړې کړې دي.
هاخوا ترکمنستاني لوري هم ویلي چې دغه هېواد د افغانستان تر پولې نللیکه غځولې ده او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان په خاوره کې به هم د دغې پروژې عملي چارې ډېر ژر پيل شي.
د ټاپي ګازو نللیکه ۱۸۰۰کیلومتره واټن لري چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لېږدوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32974